Terug naar huis, dankzij vrijwillige terugkeer.

Fedasil organiseert en betaalt uw terugreis. En we bekijken samen met u of we u nog extra steun kunnen geven.

  1. د خپلې خوښې راستنیدنه څه ته وایي؟

    دا ستاسې خپل اصلي هیواد ته ستنیدلو ته وايي، او دا یوازې تاسې یاست چې د بېرته  تګ تصمیم نیسۍ. د راستنیدنې سفر لکه د عادي مسافرینو د سفر په شان دی، چارواکي ستاسي د رسیدلو څخه مخکې نه خبریږي او تاسي آزاد یاست چی هر وخت وغواړئ د راستنیدنې د تصمیم څخه لاس په سر شئ.

     

  2. پخپله خوښه ستنېدنې لپاره څنګه غوښتنه وکړم؟

    د بیرته ستنېدو یو دفتر یا په بلجیم کې یوه سازمان سره اړېکه ټینګه کړئ، خپل د ټولنیز کارمند سره خبره وکړئ یا هم دې وړیا شمېرې 0800 327 45 ته زنګ ووهئ.

  3. زما بیرته ستنېدنه څوک تنظیموې؟

    فیدازیل په خپله خوښه د ستنېدو د پروګرام مسوولیت هم په غاړه لري. فیدازیل یا د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) ستاسو د بیرته سفر پرواز یا بس تنظیموې. وروسته له دې چې تاسو ورسیږئ نو IOM او Caritas International به ستاسو سره مرسته وکړي.

  4. آیا زه باید پیسې ورکړم؟

    نه، تاسي اړ نه یاست چې پیسې ورکړئ. فدازیل د الوتکې یا د بس د ټیکټ ټول لګښت ورکوي او همدا راز  تر هوائی ډګر او یا د بس تمځای پوری ترانسپورتي لګښتونه هم په غاړه اخلي. تاسي باید خپل د سفر اسناد د قونسلګرۍ څخه واخلئ او کله چې تاسي تللی نو د سفري اسنادو لګښت به بیرته تر لاسه کړئ.
     

  5. څومره سامان/وزن کولی شم له ځان سره یوسم؟

    تاسي باید د هوایی شرکت یا د بس د کمپنی  دمحدودیتونو سره ځان عیار کړئ.له هغه شمیر بکسونو څخه چې یو کس ته یې اجازه ورکړل شوی او یا هم د وزن کوم اعظم حد چی ټاکل شوی وي، تر هغې زیاتی ونکړئ نو لهذا تاسې باید خپل ځان محدود وساتئ.

     

  6. ایا په بېرته ستنېدلو کې زما سره مرسته کیږې؟

    هو، کله چې تاسو بلجیم پریږدئ نو د IOM یا فیدازیل یو کارمند به تاسو ته د طیارې ټکټ او په احتمالې توګه د لارې خرچه درکړي. دغه کارمند به تر سرحده پورې ستاسو سره لاړ شي. تاسو ته به تر هوایې ډګر پورې یو معلوم داره بیک درکول شي ترڅو د IOM یا فیدازیل کارمند تاسو په آسانۍ سره ومومې. که تاسو داسې هېله ولرئ او امکان ولري نو د IOM یا د Caritas یو کارمند به ستاسو د اصلې وطن په هوایې ډګر کې تاسو ته انتظار وي.

  7. زما په هیواد کې ژوند آسانه نه دی! تاسي ما سره هلته څه ډول مرسته کولی شئ؟

    مونږ ستاسي په هیواد کی د ځايي کارکونکو سره کوم چې ستاسي په بیامیشته کیدنه کې مرسته کوی، کار کوو.د بیا میشته کیدنې مرسته شاید تاسې سره د یو کاروبار د پیلولو، د روغتيايي لګښتونو د ورکولو او یا هم د دندې د پیدا کولو د لارې ترسره شي. دا مرستې هر چا ته نه ورکول کیږي، ځکه چې هر کیس/دوسیه د بل څخه جلا ده نو تاسې باید د خپل مسؤول کس څخه پوښتنه وکړئ ترڅو وپوهیږۍ کوم  ډول مرسته تاسي تر لاسه کولای شئ؟ همداراز د راستنیدندې مرسته (نغدي مرسته) د تګ پر مهال هر چا ته ورکول کیږي.